16 د دېوانو د نسل اشبىبنوب د زېړو يوه نېزه روانه کړې وه چې تقريباً درې نيم کلو وزن يې وو او يوه نوې تُوره هم ورسره وه، د هغۀ اراده دا وه چې داؤد ووژنى.
يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،
په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.
د دې نه پس په جوب کښې د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو، چې په هغې کښې د حوسى قبيلې سِبکى يو دېو ووژلو چې د هغه دېو نوم سف وو.
بيا په جات کښې يو بل جنګ وشو چې په کښې يو دېو وو چې د هغۀ د هر لاس او د هرې پښې شپږ شپږ ګوتې وې.
دا څلور د جات د دېوانو اولاد وو او داؤد او د هغۀ سړو دوئ وژلى وُو.
فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.
هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.
خو د هغه ځائ اوسېدونکى تکړه دى او د هغوئ ښارونه غټ دى او د ښارونو نه يې دېوالونه تاو دى. او د دې نه علاوه، مونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو.
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.
د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کوم چې د دېوانو بل نسل وو.
د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نوم مشهور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل.
هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.
د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.
کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې.
د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. او د دې د اوسپنې سر تقريباً اووۀ کلو وو. د هغۀ ډال به هغه فوجى وړلو چې د هغۀ نه مخکښې به روان وو.