13 داؤد د ساؤل او يونتن او د هغه اوو سړو هډُوکى هم يوړل چې کوم ځوړند کړے شوى وُو.
نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيتشان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)
بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.