Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيت‌شان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 21:12
15 Iomraidhean Croise  

د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بې‌عزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.


هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.


بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


چې داؤد خبر شو چې رِصفخ څۀ کړى وُو،


داؤد د ساؤل او يونتن او د هغه اوو سړو هډُوکى هم يوړل چې کوم ځوړند کړے شوى وُو.


فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل.


نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.


په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.


د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.


فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.


فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول.


د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو.


هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan