Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 21:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 بيا د ساؤل بله ښځه د آيه لور رِصفخ د ټاټ کپړه واخستله چې د ځان دپاره په هغه ګټ باندې څپر جوړ کړى چرته چې مړى پراتۀ وُو او د لَو د شروع کېدو نه واخله د خزان بارانونو د شروع کېدو پورې هغه هلته ايساره شوه. د ورځې به هغې د مړو نه مارغان شړل او د شپې به يې دا د ځنګلى ځناورو نه بچ کول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 21:10
19 Iomraidhean Croise  

په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“


چې داؤد خبر شو چې رِصفخ څۀ کړى وُو،


يوه ورځ د ساؤل زوئ اشبوست په ابنير اِلزام ولګولو چې تۀ د ساؤل د وينځې د آيه د لور رِصفخ سره څملې.


کله چې اخى‌اب د الياس دا خبرې واورېدې، نو اخى‌اب خپلې جامې وشلولې او وې ويستلې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. هغۀ خوراک نۀ کولو، د ټاټ په جامو کښې اودۀ کېدو او سر وهلے بر وهلے ګرځېدو.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.


راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“


څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.


اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى.


مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى.


نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ،


او خپلې جامې به بدلې کړى. هغه به ستاسو په کور کښې ايساره شى او خپل مور پلار پسې به يوه مياشت وژاړى، د هغې نه پس، هغه وادۀ کولے شئ.


کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى،


نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.


هغۀ داؤد ته ووئيل، ”راشه. چې زۀ ستا غوښه مارغانو او ځنګلى ځناورو له ورکړم چې وې خورى.“


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan