5 عماسا د هغوئ د راغونډولو دپاره لاړو، خو چې بادشاه کوم وخت مقرر کړے وو نو هغه هغې له واپس رانۀ غلو.
داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشتهدار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“
نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابىسلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“
هغۀ اووۀ ورځې د سموئيل اِنتظار وکړو، لکه څنګه چې سموئيل ورته فرمائيلى وُو، خو سموئيل بيا هم جِلجال ته رانۀ غلو. نو خلقو د ساؤل په پرېښودو شروع وکړه،
په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو