4 بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“
ابىسلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابىجيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.
داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشتهدار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“
د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى.
د هغۀ بلې لور ابىجيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.