Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 20:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 20:22
10 Iomraidhean Croise  

نو يوآب حُکم وکړو چې د جنګ د ودرېدو دپاره دې شپېلۍ وغږولے شى او د هغۀ فوجيان په بنى اِسرائيلو پسې تلو نه راواپس شول.


هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.


بيا يوآب خپلو سړو ته بيګل د نښې په توګه وغږولو چې هغوئ نور په بنى اِسرائيلو پسې نۀ ځى، نو داسې جنګ بس شو.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


هلته په ښار کښې يوه هوښياره ښځه وه چې هغې د دېوال نه چغه کړه، ”اے خلقو واورئ. يوآب ته ووايئ چې دلته راشى، زۀ د هغۀ سره خبرې کول غواړم.“


حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.


د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan