Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو داسې اِسرائيليانو د داؤد خِلاف بغاوت وکړو او د شيبا سره روان شول، خو د يهوداه سړى وفادار وُو او د اُردن نه تر يروشلم پورې په داؤد پسې لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 20:2
12 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه راواپس شو او د اُردن سيند ته ورسېدو. نو د يهوداه خلق جِلجال ته راغلى وُو چې د بادشاه سره مِلاو شى او د اُردن سيند نه يې پورې باسى.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


زمونږ منصوبه دا نۀ ده. د يو سړى نوم شيبا دے چې هغه د بِکرى زوئ دے، هغه د غرونو د مُلک د اِفرائيم دے، هغۀ د داؤد بادشاه خِلاف بغاوت شروع کړے دے. بس دا يو سړے ما له په لاس کښې راکړه، نو زۀ به د ښار نه ووځم.“ هغې ورته ووئيل، ”مونږ به د هغۀ سر تا ته د دېوال نه دروغورزوُو.“


کله چې داؤد په يروشلم کښې خپل محل ته ورسېدو، هغۀ هغه لس وېنځې بوتلې چې کومې يې د محل د خيال ساتلو دپاره پرېښې وې او په حِفاظت کښې يې ساتلې وې. هغوئ له يې د ضرورت څيزونه ورکول، خو د هغوئ سره يې څملاستل نۀ کول. په هغوئ باندې ټول عُمر دا پابندى وه چې د کونډو په شان ژوند تېروى.


کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.


او رحُبعام يې صِرف د هغه خلقو بادشاه پرېښودو کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل.


عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan