18 هغې ورته ووئيل چې، ”په خوا به خلقو وئيل، لاړ شه او د ابيل په ښار کښې به درته د مسئلې حل مِلاو شى، نو چې هغوئ به لاړل نو مسئله به حل شوه.
نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“
زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“