17 نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې يوه بله مسئله بيان کړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده ووايه.“
هلته په ښار کښې يوه هوښياره ښځه وه چې هغې د دېوال نه چغه کړه، ”اے خلقو واورئ. يوآب ته ووايئ چې دلته راشى، زۀ د هغۀ سره خبرې کول غواړم.“
هغې ورته ووئيل چې، ”په خوا به خلقو وئيل، لاړ شه او د ابيل په ښار کښې به درته د مسئلې حل مِلاو شى، نو چې هغوئ به لاړل نو مسئله به حل شوه.
او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.