16 هلته په ښار کښې يوه هوښياره ښځه وه چې هغې د دېوال نه چغه کړه، ”اے خلقو واورئ. يوآب ته ووايئ چې دلته راشى، زۀ د هغۀ سره خبرې کول غواړم.“
نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.
نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“
بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.
هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې.