Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 20:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 20:15
11 Iomraidhean Croise  

شيبا د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو د علاقې نه تېر شو او د ابيل‌بيت‌معکه ښار ته راغلو او د بِکرى د قبيلې کسان راغونډ شول او په هغۀ پسې ښار ته ننوتل.


بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.


د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى.


يو وړوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو.


مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله داسې فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې ګېرچاپېره محاصرې دپاره به د خاورو ډېرى جوړ نۀ کړے شى.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.


مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.


نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.


يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan