Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 20:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 شيبا د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو د علاقې نه تېر شو او د ابيل‌بيت‌معکه ښار ته راغلو او د بِکرى د قبيلې کسان راغونډ شول او په هغۀ پسې ښار ته ننوتل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 20:14
8 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه لاش د سړک نه لرې کړے شو، نو هر يو کس د يوآب سره په شيبا پسې روان شو.


د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى.


بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.


د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


بِن‌حدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.


د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“


هلته جبعون، راما، بيروت،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan