Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 20:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د يوآب يو سړے د عماسا د لاش سره ودرېدو او آواز يې وکړو، ”څوک چې د يوآب او داؤد ملګرتيا کوى نو هغوئ دې په يوآب پسې روان شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 20:11
6 Iomraidhean Croise  

د عماسا لاش په وينو کښې لت پت وو او د سړک په مينځ کښې پروت وو. د يوآب سړى دا وليدل چې هر يو کس ورته د تماشې دپاره ودريږى، نو هغۀ لاش د سړک نه پټى ته راښکلو او څادر يې ورباندې واچولو.


کله چې هغه لاش د سړک نه لرې کړے شو، نو هر يو کس د يوآب سره په شيبا پسې روان شو.


زمونږ منصوبه دا نۀ ده. د يو سړى نوم شيبا دے چې هغه د بِکرى زوئ دے، هغه د غرونو د مُلک د اِفرائيم دے، هغۀ د داؤد بادشاه خِلاف بغاوت شروع کړے دے. بس دا يو سړے ما له په لاس کښې راکړه، نو زۀ به د ښار نه ووځم.“ هغې ورته ووئيل، ”مونږ به د هغۀ سر تا ته د دېوال نه دروغورزوُو.“


بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“


ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan