8 خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو.
يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.
داؤد د محنايم ښار ته په هغه وخت رسېدلے وو چې څۀ وخت ابىسلوم او بنى اِسرائيليان د اُردن سيند نه پورې وتلى وُو.
ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل.
تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“
بادشاه خپلو درباريانو ته ووئيل، ”تاسو ته پته نۀ لګى چې نن په بنى اِسرائيلو کښې يو لوئ مشر مړ شوے دے؟
کله چې د داؤد د فوجيانو او د هغه فوجيانو په مينځ کښې جنګ جارى وو کومو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله، نو ابنير د ساؤل ملګرو کښې نور هم زيات تکړه کېدو.
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،
د هغۀ ښځه اخينوعم د اخيمعض لور وه، د هغۀ د لښکر مشر د هغۀ د ترۀ نير زوئ ابنير وو.
کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“
او د ساؤل فوجيانو او ابنير ته يې چغه ووهله، ”ابنيره، تۀ زما آواز اورې؟“ ابنير تپوس وکړو، ”دا چغې څوک وهى چې بادشاه راپاڅوى؟“