7 تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“
څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“
نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.
بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زندهباد.“
او ما هغوئ ته ووئيل چې خُدائ پاک زما څنګه مل وو او هغه څۀ مې ورته ووئيل چې ما ته بادشاه وئيلى وُو. نو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”راځئ چې د دېوالونو په جوړولو بيا شروع وکړُو.“ او هغوئ د نېکۍ په دې کار کولو باندې شروع وکړه.
بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيتشان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول.
کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول.
فلستيانو، تکړه شئ. د سړو په شان وجنګېږئ، ګنې مونږ به د عبرانيانو غلامان شُو، لکه څنګه چې هغوئ زمونږ غلامان وُو. نو د سړو په شان جنګ وکړئ.“