6 نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،
تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“
تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“
داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“
هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.
هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“
نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.