Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيت‌لحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:32
10 Iomraidhean Croise  

چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې.


زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“


خو د داؤد سړو د بنيامين قبيلې د ابنير درې سوه شپېتۀ سړى وژلى وُو.


بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.


او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.


يهوسفط مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.


د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو.


ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيت‌لحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan