29 ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل.
کله چې يوآب په هغوئ پسې نور نۀ تلو، هغۀ خپل ټول سړى راغونډ کړل او پته ورته ولګېده چې د عساهيل نه علاوه، نولس کسان غېب وُو.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو.
د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.