28 بيا يوآب خپلو سړو ته بيګل د نښې په توګه وغږولو چې هغوئ نور په بنى اِسرائيلو پسې نۀ ځى، نو داسې جنګ بس شو.
نو يوآب حُکم وکړو چې د جنګ د ودرېدو دپاره دې شپېلۍ وغږولے شى او د هغۀ فوجيان په بنى اِسرائيلو پسې تلو نه راواپس شول.
يوآب ورته ووئيل، ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، کۀ تا خبرې نۀ وے کړې نو زما سړى به تر سبا سحره پورې په تا پسې درتللے.“
بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.
کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.
يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.