دوېم سموئيل 2:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“ Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.