25 د بنيامين د قبيلې خلق يو ځل بيا د ابنير نه راتاو شول او د يو غرۀ په سر باندې ودرېدل.
خو يوآب او ابيشے په ابنير پسې روان شول او نمرپرېواتو په وخت هغوئ د امه غرۀ ته ورسېدل، کوم چې د جبعون صحرا په لاره د جياح نمرخاتۀ طرف ته دے.
ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“