Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خو عساهيل نۀ منع کېدو، نو ابنير د خپلې نېزې د بېخ سره هغه په خېټه داسې ووهلو چې نېزه د هغۀ نه شاته ووتله. عساهيل په زمکه وغورزېدو او په ټکى مړ شو او چې هر څوک هغه ځائ ته راتلل چې چرته هغه پروت وو نو هلته ايسارېدل او ودرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:23
7 Iomraidhean Croise  

خو يوآب او ابيشے په ابنير پسې روان شول او نمرپرېواتو په وخت هغوئ د امه غرۀ ته ورسېدل، کوم چې د جبعون صحرا په لاره د جياح نمرخاتۀ طرف ته دے.


چې کومه تُوره د يوآب په بل لاس کښې وه نو هغې ته د عماسا خيال نۀ وو او يوآب هغه ورباندې په خېټه ووهلو او کولمې ترې نه بهر په زمکه وغورزېدې، هغه په ټکى مړ شو او يوآب ته د هغۀ د بيا وهلو ضرورت پېښ نۀ شو. بيا يوآب او د هغۀ ورور ابيشے په شيبا پسې روان شول.


کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.


کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل.


هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan