22 ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“
ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو.
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى.
ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“