20 ابنير چې په شا وکتل نو وې وئيل، ”عساهيله، دا تۀ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، دا زۀ يم.“
هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې.
ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو.