2 نو داؤد حبرون ته لاړو، خپلې دوه ښځې يې هم د ځان سره بوتلې، اخينوعم چې د يزرعيل وه او ابىجيل چې د نابال کونډه وه، چې هغه د کرمل وو.
د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابىجيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابىسلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،
داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابىجيل چې د کرمل وه.
د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابىجيل هم بوتلے شوې وې.