Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:19
9 Iomraidhean Croise  

د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،


ابنير چې په شا وکتل نو وې وئيل، ”عساهيله، دا تۀ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، دا زۀ يم.“


ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو.


کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.


يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.


ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.


تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.


نو پام کوئ چې هغه هر څۀ ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ کوم چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى او د هغې نه يو طرف ته هم مۀ اوړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan