Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:18
19 Iomraidhean Croise  

ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.


يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى،


هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې.


هغه ما د هوسۍ په شان تېزوى. هغه ما په غرونو کښې په حِفاظت کښې ساتى.


په هغه دېرشو کښې نور دا کسان شامل وُو، د يوآب ورور عساهيل، د بيت‌لحم د دودو زوئ اِلحنان، د حرود اِلقه او سمه، د فِلِط نه خلص، د تقوع نه د عقيس زوئ عيرا، د عنتوت نه ابيعزر، د حوسى نه مبونے، د اخوحى نه ضلمون، د نطوفى نه مهرى، د نطوفى د بعنه زوئ حلب، په بنيامين کښې د جبعه ريبى زوئ اِتے، د فِرعاتون نه بناياه، د جعس د واديانو سره نزدې نه هدى، د عرباه نه ابى‌علبون، د بحوريم نه عزماوت، د سعلبون نه اليخبه، د يسين زامن، يونتن، د حرار نه سمه، د حرار نه د سرار زوئ اخى‌آم، د معکه د احسبى زوئ اليفلط، د جلو نه د اخى‌تُفل زوئ الى‌عام، د کرمل نه حصرو، د عرب نه فعرى، د ضوباه د ناتن زوئ اِجال، د جاد نه بانى، د عمون نه صِلق، د يوآب زغره وړونکے د بيروت نحرى، د اِترى نه جريب او عيرا، او اورِياه حِتے. دا ټول هغه اووۀ دېرش مشهور فوجيان وُو.


د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.


دا هغه نور بهادر فوجيان دى: د يوآب ورور عساهيل، د بيت‌لحم د دودو زوئ اِلحنان، د حرود سموت، د فلون خلص، د تقوع د عقيس زوئ عيرا، د عنتوت ابيعزر، د حوساتى سِبکى، د اخوحى عيلى، د نطوفاتى مهرى، د نطوفاتى د بعنه زوئ حلد، په بنيامين کښې د جبعه د ريبى زوئ اِتى، د فِرعاتون بناياه، د جعس سره نزدې واديانو نه حُورى، د عرباه ابى‌اېل، د بحروم عزماوت، د سعلبون اليخبه، د جزون هشيم، د حرار نه د شجى زوئ يونتن، د حرار نه د ساکار زوئ اخى‌آم، د اُور زوئ الفال، د مکيره زوئ حِفر، د فلون اخياه، د کرمل حصرو، د ازبى زوئ نعرى، د ناتن ورور يوايل، د هاجرى زوئ مِبحار، د عمون صِلق، د بيروت د يوآب زغره وړونکے نحرى، د يتير نه عيرا او جريب، حِتى اورِياه، د اخلى زوئ زاباد، د سيزا زوئ عدينه چې د روبين قبيلې يو مشر کس وو، چې د دېرشو فوجيانو يوه خپله ډله يې لرله، د معکه زوئ حنان، د مِتن يوسفط، د عستارات عُزياه، د عروعير د خوتام زامن، سما او يعى‌ايل، د تيص نه د سِمرى زامن، يديعيل او يوخا، د محاوه نه اِلى‌ايل، د النعم زامن، يريبى او يوساوياه، د موآب نه يتمه، اِلى‌ايل، عوبيد او د ضوباه نه يعسى‌اېل.


کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربه‌کار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې.


د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلى‌ايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى.


هغۀ جوړې کړى زما پښې د هوسۍ د پښو په شان، چې شمه پاس په اوچتو غرونو روان.


ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.


د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.


زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.


نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.


قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.


بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan