Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:16
7 Iomraidhean Croise  

ابنير يوآب ته ووئيل، ”راځئ چې د دواړو طرفونو نه يو څو زلمى واخلو چې دوئ په خپلو کښې زمونږ په وړاندې لاس په لاس جنګ وکړى.“ يوآب ورته ووئيل، ”بلکل ټيک ده.“


نو دولسو سړو چې کومو د اشبوست او د بنيامين د قبيلې نمائندګى کوله، د داؤد دولسو سړو سره لاس په لاس جنګ وکړو.


بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو.


ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“


او هر فوجى يو يو دشمن ووژلو. شاميان وتښتېدل، اِسرائيليان ورپسې وُو، خو بِن‌حدد او د هغۀ ملګرى په آسونو باندې وتښتېدل.


په يروشلم کښې هر چا ته د دې خبرې پته ولګېده نو هغوئ په هغه پټى په خپله ژبه کښې حقلدما نوم کېښودو، چې مطلب يې د وينې پټے دے.


په دې کښې د حلقت، حلى، بطن، اکشاف،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan