Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ابنير يوآب ته ووئيل، ”راځئ چې د دواړو طرفونو نه يو څو زلمى واخلو چې دوئ په خپلو کښې زمونږ په وړاندې لاس په لاس جنګ وکړى.“ يوآب ورته ووئيل، ”بلکل ټيک ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 2:14
10 Iomraidhean Croise  

نو دولسو سړو چې کومو د اشبوست او د بنيامين د قبيلې نمائندګى کوله، د داؤد دولسو سړو سره لاس په لاس جنګ وکړو.


هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى.


بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو.


بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.


کم عقل د غلط کار نه خوند اخلى، خو هوښيار سړے د حِکمت نه خوند اخلى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.


نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan