10 هغه د څلوېښتو کالو وو چې هغه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. خو د يهوداه قبيلې خلق د داؤد وفادار وُو،
او هغۀ په يهوداه باندې په حبرون کښې اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.
او داؤد اشبوست له هم پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له خپله ښځه ميکل واپس راکړه. ما د هغې د ودېدو دپاره سل فلستيان وژلى دى.“