5 يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو.
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
هغوئ د ابىسلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشتهدار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“
بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابىسلومه. ابىسلومه، زما زويه.“
تۀ د هغه چا مخالفت کوې چې څوک درسره مينه کوى او چې څوک درنه نفرت کوى نو د هغوئ ملګرتيا کوې. تا دا خبره صفا کړې ده چې تا سره د خپلو آفسرانو او سړو هيڅ قدر نشته. ما ته پته ده چې تۀ به نن ښۀ خوشحاله وې چې ابىسلوم ژوندے وے او مونږ ټول مړۀ وے.
اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“
نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.