Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 د اِسرائيل خلقو ورته ووئيل، ”تاسو چې څومره دعوىٰ کوئ نو مونږ د هغې يو په لس دعوىٰ کوُو چې داؤد زمونږ نه دے، اګر کۀ هغه ستاسو د نسل نه هم وى. تاسو مونږ ته ولې سپک ګورئ؟ تاسو دا مۀ هېروئ چې مونږ هغه وړومبى خلق وُو چې د بادشاه واپس راوستلو خبره مو کړې وه.“ خو د يهوداه سړى د اِسرائيل د سړو نه په خپلو دعوو کولو کښې ډېر سخت وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:43
23 Iomraidhean Croise  

د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى.


په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابى‌سلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابى‌سلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“


بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.


کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.


غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.


نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى.


بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.


خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.


بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،


نو مونږ دې بې‌ځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.


د خود غرضۍ او بې‌ځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.


ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے.


بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو.


بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan