دوېم سموئيل 19:42 - Pakistani Yousafzai Pashto42 د يهوداه سړو ورته ووئيل، ”دا مونږ ځکه وکړل چې بادشاه زمونږ خپلوان دے. نو په دې باندې تاسو ولې غصه يئ؟ مونږ د هغۀ په پېسو نۀ خوراک کړے دے او نۀ هغۀ مونږ له څۀ راکړى دى.“ Faic an caibideil |
د اِسرائيل خلقو ورته ووئيل، ”تاسو چې څومره دعوىٰ کوئ نو مونږ د هغې يو په لس دعوىٰ کوُو چې داؤد زمونږ نه دے، اګر کۀ هغه ستاسو د نسل نه هم وى. تاسو مونږ ته ولې سپک ګورئ؟ تاسو دا مۀ هېروئ چې مونږ هغه وړومبى خلق وُو چې د بادشاه واپس راوستلو خبره مو کړې وه.“ خو د يهوداه سړى د اِسرائيل د سړو نه په خپلو دعوو کولو کښې ډېر سخت وُو.