40 کله چې بادشاه پورې وتلو او د يهوداه ټول فوجيان او د اِسرائيل نيم فوجيان ورسره ملګرى وُو، نو هغه جِلجال ته لاړو او کِمهام هم ورسره وو.
يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.
مونږ ابىسلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“
بيا به زۀ واپس کور ته راشم چې په خپل ښار کښې د خپل مور پلار د اديرې سره نزدې مړ شم. زما زوئ کِمهام دا دے حاضر دے، دے به ستا خِدمت کوى، هغه ځان سره بوځه، بادشاه سلامت. د هغۀ دپاره هغه څۀ کوه چې تا ته ښۀ ښکارى.“
په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابىسلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“