4 بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابىسلومه. ابىسلومه، زما زويه.“
يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابىسلوم ډېر زيات ياديږى،
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابىسلومه، ابىسلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابىسلومه، زما زويه.“
هغوئ پټ پټ ښار ته واپس لاړل، لکه څنګه چې هغه فوجيان شرميږى چې کوم د جنګ نه تښتى.
يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو.