Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 بيا به زۀ واپس کور ته راشم چې په خپل ښار کښې د خپل مور پلار د اديرې سره نزدې مړ شم. زما زوئ کِمهام دا دے حاضر دے، دے به ستا خِدمت کوى، هغه ځان سره بوځه، بادشاه سلامت. د هغۀ دپاره هغه څۀ کوه چې تا ته ښۀ ښکارى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:37
15 Iomraidhean Croise  

زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“


بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى.


هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.


زۀ د داسې يو لوئ اِنعام حقدار نۀ يم، خو زۀ به د اُردن نه اخوا لږ غوندې تا سره لاړ شم.


بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغه ځان سره بوځم او چې تۀ څۀ غواړې نو زۀ به يې د هغۀ دپاره وکړم. او ستا دپاره به هغه څۀ وکړم چې تۀ څۀ غواړې.“


کله چې بادشاه پورې وتلو او د يهوداه ټول فوجيان او د اِسرائيل نيم فوجيان ورسره ملګرى وُو، نو هغه جِلجال ته لاړو او کِمهام هم ورسره وو.


خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“


خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.


د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،


هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيت‌لحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.


ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربان‌ګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے.


اوس زما د مرګ وخت نزدې دے او تاسو هر يو کس د زړۀ د کومې نه خبر يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې هره يوه وعده کړې ده نو هغه يې پوره کړې ده، داسې يوه وعده هم نشته چې پوره شوې نۀ وى.


ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan