35 زۀ د اتياو کالو يم، او يو څيز هم ما له مزه نۀ راکوى. زۀ چې خوراک څښاک کوم نو د هغې په خوند نۀ پوهېږم او زۀ د سندرغاړو آوازونه نۀ اورم. بادشاه سلامت، زۀ به تاسو باندې صِرف بوج يم.
بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابىسلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابىسلوم دپاره برکت وغوښتو.
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو تۀ به زمونږ دپاره لانجه جوړه کړې،
زۀ د داسې يو لوئ اِنعام حقدار نۀ يم، خو زۀ به د اُردن نه اخوا لږ غوندې تا سره لاړ شم.
ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟
ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟
زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
او کۀ چرې د چا په خاندان کښې د ټول څاروى خوړلو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسيږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى.
هغې ورته ووئيل، ”آو، لاړه شه.“ نو هغه جينۍ لاړه او د ماشوم خپله مور يې راوستله.
ما د خپل ځان دپاره سپين زر، سرۀ زر، او د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او ما سره نورې داسې ډېرې ښائسته وينځې وې چې سړے يې ارمان کوى.
خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.
اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.