34 خو برزلى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به نور څومره ژوندے يم، چې زۀ تا سره يروشلم ته لاړ شم؟
بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره يروشلم ته لاړ شه، چې کله تۀ ما سره يې نو زۀ به ستا خيال ساتم.“
چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.
خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،
خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.