33 بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره يروشلم ته لاړ شه، چې کله تۀ ما سره يې نو زۀ به ستا خيال ساتم.“
کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمىاېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.
برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.
خو برزلى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به نور څومره ژوندے يم، چې زۀ تا سره يروشلم ته لاړ شم؟
ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو.
او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،