Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:32
14 Iomraidhean Croise  

چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو،


يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو.


او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.


نو يوسف د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش اوچولو بندوبست وکړو چې خراب نۀ شى او په تابوت کښې يې کېښودو.


او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.


بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره يروشلم ته لاړ شه، چې کله تۀ ما سره يې نو زۀ به ستا خيال ساتم.“


مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو.


هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.


سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.


او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې.


موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.


د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan