28 بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“
تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.
ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“
خو هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې ستا اراده بدله شى. بادشاه سلامت، تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان هوښيار يې او چې څۀ کيږى په هغې باندې پوهېږې.“
خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د نېک ساؤل نمسے مفيبوست چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په يروشلم کښې ايسار دے، ځکه چې د هغۀ خيال دا دے چې بنى اِسرائيليان به هغۀ له د هغۀ د نيکۀ ساؤل بادشاهى بيا ورکړى.“
بادشاه ورته وفرمائيل، ”تۀ به نور هيڅ نۀ وائې. ما دا فېصله کړې ده چې تۀ او ضيبا به د ساؤل جائيداد په خپلو کښې تقسيم کړئ.“
تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.
نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.
د اوؤم کال په ختمېدو، هغه واپس اِسرائيل ته راغله او بادشاه له لاړه چې مِنت ورته وکړى چې خپله زمکه او کور ورته واپس مِلاو شى.
ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“