25 کله چې مفيبوست د يروشلم نه راورسېدو چې د بادشاه سره مِلاو شى، نو بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”مفيبوسته، تۀ ما سره ولې نۀ وې تلے؟“
ابىسلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“
د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو.
کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“