Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 او هغۀ سِمعى ته وفرمائيل، ”زۀ تا سره وعده کوم چې تۀ به نۀ شې وژلے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:23
9 Iomraidhean Croise  

بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“


بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې.


کۀ تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“


بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.


انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.


خو ساؤل ورته ووئيل، ”نن به هيڅ څوک هم نۀ شى وژلے، ځکه چې نن هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيليان بچ کړى وُو.“


بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“


داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما د هغه لښکر پورې بوځې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ ما سره د خُدائ پاک په نوم وعده وکړې چې تۀ به ما نۀ وژنې او نۀ به مې خپل نېک ته حواله کوې نو زۀ به تا بوځم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan