21 د ضروياه زوئ ابيشى وئيل، ”سِمعى دې ووژلے شى ځکه چې هغۀ هغه چا ته کنځل کړى دى څوک چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
نو داؤد او د هغۀ سړى په لاره روان وُو. سِمعى هم په نزدې غر باندې روان وو، هغۀ کنځلې کولې او په روانه کښې يې هغوئ په کاڼو ويشتل او خاورې يې پرې اچولې.
کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته، خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“
او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“
خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بېشکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“