2 نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى.
يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابىسلوم ډېر زيات ياديږى،
يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابىسلوم په غم غمژن دے.
هغوئ پټ پټ ښار ته واپس لاړل، لکه څنګه چې هغه فوجيان شرميږى چې کوم د جنګ نه تښتى.
هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى.
د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.