Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل. کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:18
10 Iomraidhean Croise  

د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل.


او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه.


مفيبوست ورته ووئيل، ”پرېږده چې دا ټول د ضيبا شى. بادشاه سلامت، زما دپاره دا کافى ده چې تۀ په خېر سره کور ته راغلے يې.“


تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.


د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“


په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم.


خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.


څوک چې مالِک خُدائ سره کينه لرى د هغۀ په وړاندې به د يرې نه په رپېدو پرېوځى، د هغوئ سزا به د تل دپاره وى.


ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.


آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan