Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:14
8 Iomraidhean Croise  

ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.


بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“


تا زۀ د خپلو سرکشو خلقو نه بچ کړم او زما بادشاهى دې په قومونو باندې په خپل ځائ وساتله، کوم خلق چې ما نۀ پېژندل هغوئ زما د بادشاهۍ لاندې راغلى دى.


مالِک خُدائ د داؤد سره لوظ وکړو چې هغه به د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بادشاهى واخلى او داؤد به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دواړو قبيلو بادشاه جوړ کړى، هغه به د مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې بادشاه وى. نو مالِک خُدائ دې ما ووهى کۀ ما دا خبره رښتيا نۀ کړه.“


بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.


ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan