12 تاسو زما خپلوان يئ او زما خپله وينه يئ، تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې ما واپس بوځئ؟“
نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“
لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقوب هلته پوره مياشت ايسار شو.
بيا ټول اِسرائيليان بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زمونږ وروڼه يعنې د يهوداه سړى دا خيال ولې کوى چې هغوئ دا حق لرلو چې تا بوځى او چې ستا، ستا د خاندان او ستا د سړو د اُردن نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى؟“
د يهوداه سړو ورته ووئيل، ”دا مونږ ځکه وکړل چې بادشاه زمونږ خپلوان دے. نو په دې باندې تاسو ولې غصه يئ؟ مونږ د هغۀ په پېسو نۀ خوراک کړے دے او نۀ هغۀ مونږ له څۀ راکړى دى.“
بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.
د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،
چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم.
ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.
چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابىمَلِک ستاسو خپله وينه ده.“