Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:11
11 Iomraidhean Croise  

نو صدوق او ابياتار د لوظ صندوق واپس يروشلم ته يوړو او هلته ايسار شول.


يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابى‌سلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،


بيا د يوآب لس فوجيان ابى‌سلوم ته رانزدې شول او هغه يې مړ کړو.


مونږ ابى‌سلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“


بيا ټول اِسرائيليان بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زمونږ وروڼه يعنې د يهوداه سړى دا خيال ولې کوى چې هغوئ دا حق لرلو چې تا بوځى او چې ستا، ستا د خاندان او ستا د سړو د اُردن نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى؟“


نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.


او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.


نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.


مونږ ته دا حق حاصل وو چې تاسو نه روټۍ وغواړو بلکې مونږ داسې ونۀ کړل او په کار کولو مونږ خپل ځان تاسو ته نمونه وګرځولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan